شي جين پينګ د خونجيراب ګمرک کارکوونکو ته ځوابي پيغام لېږلی
CMG2023/09/13 15:02:37
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۱مې نېټې د شینجيانګ د کاشغر سیمې د تاشقورغان د تاجک قوم کورواکې ولسوالۍ کې د خونجيراب ګمرک کارکوونکو ته ځوابي پيغام لېږلی او د دندو د ښه تر سره کولو هيله يې څرګنده کړې ده.

نوموړي د ګمرک دنده د هېواد د دروازې ساتنه او د پرمختګ پياوړتیا او ګمرکي چارې يې ډېرې مهمې بللې دي.

 هغه هیله ښودلې، چې د ګمرکي ادارو کارکوونکي د څار او خدمت سويه لوړه کړي، د هېواد د دروازې امنيت وساتي، باکيفيته پرمختګ او د لوړې سويې ورخلاصون ته وده ورکړي او د غښتلي هېواد د  ابادۍ او د ملت د بيا سمسورتيا لپاره فعال خدمتونه وکړي.

د خونجيراب ګمرک په پامير لوړه کې د چين او پاکستان ترمنځ یوازینی ځمکنی بندر دی.