په اسيا کې د کوچنۍ کړۍ جوړولو لپاره د بايډن اقدامات بې ځایه دي
CMG2023/09/13 14:56:12
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بايډن د سپتمبر په ۱۱مه نېټه له اسيا څخه خپله ليدنه پای ته ورسوله او د دې ليدنې په ترڅ کې يې د هند په پلازمېنې نوي ډيلي کې د جي شل په سرمشريزه کې ګډون وکړ او د امريکا او ويتنام ترمنځ د اړيکو د لوړوالي لپاره يې له ويتنام څخه ليدنه هم وکړه.

د امريکايي خبري رسنيو په نظر، د جو بايډن په دغه اسيايي سفر کې دا پټ پيغام شامل دی، چې نوموړی غواړي له چين سره د مقابلې لپاره لا نور اړوند هېوادونه راخپل کړي، څو دغه هېوادونه د امريکا د اندو- پاسيفيک (Indo-Pacific strategy) لپاره خدمتونه وکړي. څېړونکو په اشارې وويل، چې د کوچنۍ کړۍ د جوړولو او د بېلا بېلو ډلو ترمنځ د مبارزې د راپارولو لپاره د امريکا مسلسلې کړنې پر سيمه ييزې سولې منفي اغېزې لري. له بلې خوا، ډېری اسيايي هېوادونه پر خپلواکو ډيپلوماتيکو تګلارو ټينګار لري، له بهرنۍ لاسوهنې سره مخالفت کوي او له ټولو هېوادونو سره د اړيکو پرمختګ غواړي، په دې سره به د امريکا ناوړه مقصد ناکام ښکاره شي.

د هند د بومبای د څارونکو څېړنيز صندوق پخواني مشر سوديندرا کولکارني وويل، هند هيله لري چې د چين او امريکا په شمول د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړيکې وساتي. دغه هېواد بايد اقتصادي او نظامي همکارۍ بېلې کړي، چې د هند او امريکا ترمنځ اقتصادي همکارۍ عادي دي، خو د چين د پرمختګ د مخنيوي لپاره د هند او امريکا ترمنځ هر ډول پوځي اتحاد او يا نظامي تماس مناسب نه دی. هند بايد له بلوک پوليتيکس (bloc politics) څخه ډډه وکړي.

د امريکا د مشتريانو د نيوز او سوداګرۍ ويبپاڼې د پيسو نړيوال صندوق د مشرې کريسټالينا جيورجيوا (Kristalina Georgieva) په وينا خبر ورکړ، چې د امريکا په مشرۍ او د هند، منځني ختيځ او اروپايي هېوادونو د نښلولو لپاره د ترکيبي ټرانسپورټ اقتصادي دهليز بايد د اقتصاد د نړيوال کېدو پر اصل ټينګار وکړي او درېيمه خوا دې نه ردوي.

په نوي ډيلي کې د جي شل د سرمشريزې له اعلاميې څخه ښکاري، چې د جيوپوليتيک اجنډا لپاره د امريکا هڅه ناکامه شوې ده. په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې جي شل د نړيوالو اقتصادي همکاريو عمده فورم دی، نه د جيوپوليتيکو مسئلو د حلولو صحنه. د جي شل د راتلونکي نوبتي رئیسه هېواد برازيل ولسمشر لويز اناسيو لولا دسيلوا (Luiz Inácio Lula da Silva) غوښتنه کړې، (( موږ دې ته اجازه نه شو ورکولی، چې جيوپوليتيکې چارې د جي شل د بحث اجنډا وتښتوي. موږ له بېلتون سره هېڅ علاقه نه لرو. موږ سولې او همکارۍ ته اړتيا لرو، نه اختلاف ته. ))

جو بايډن له ويتنام څخه د ليدنې په ترڅ کې د دغه هېواد له مشر او زياتو لوړ پوړو چارواکو سره ليدنه وکړه او د امريکا او ويتنام د تصديو د پانګونې او نوښت په سرمشريزه کې يې ګډون وکړ. دواړو هېوادونو د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو تړون لاسليک کړ او په دې اړه هوکړې ته ورسېد، چې د سيميکنداکټر په شمول برخو کې به خپلمنځي همکارۍ زياتې کړي.

څېړونکو په اشارې وويل، چې د امريکا او ويتنام ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو پياوړتيا د انتقاد وړ نه ده، خو جو بايډن په دغه ليدنه کې بيا بيا چين ياد کړ او د نوموړي له دغې کړنې څخه د چين پر ضد نيت څرګند و. امريکا غواړي د چين د پرمختګ د مخنيوي لپاره ويتنام په خپله ستراتيژيکې نقشه کې شامل کړي، خو مجموعي عواملو ته په کتو، دغه نيت به ناکام شي. ځکه ويتنام د خپلواکۍ ، سولې او دوستۍ، همکارۍ او پرمختګ پر ډيپلوماتيکو چارو ټينګار کوي، په نړيواله ټولنه کې د فعال او هراړخيز ګډون لپاره هڅه کوي، د لويو هېوادونو د برابرۍ پر پاليسۍ ټينګار لري او د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره دوستي غواړي. د يادولو وړ خبر دا دی، چې د ويتنام جګړې سيوری لا هم موجود دی او د جګړې په ترڅ کې د امريکا له خوا کارول شوي کلسټر بمونه لا هم د ويتنام د خلکو پر ژوند او روغتيا د یوه ګواښ په توګه پاتې دي.

د امريکا د تش په نوم نېکې هيلې پر وړاندې، ويتنام ورڅخه مننه کوي او هم هوښيار او بيدار اوسي. د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي (Nguyễn Phú Trọng) نګوين فو ټرونګ له جو بايډن سره کتنه کې وويل، چې د نړيوالو اړيکو بنسټيزو اصولو ته درناوی، د ملګرو ملتونو د منشور او د متقابل درناوي د سياسي نظم مراعات او په کورنيو چارو کې نه لاسوهنه د ويتنام او امريکا ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا بنسټ دی.