چين: مذاکرات د اوکراين د سولې لپاره اساسي لار ده
CMG2023/09/13 11:01:55
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال استازي ګنګ شوانګ د سپتمبر په ۱۲ مې نېټې د اوکراين په اړه د امنيت شورا يوې غونډې ته په وينا کې خبرې او مذاکرات د اوکراين د سولې او ثبات لپاره اساسي لار بللې ده.

ګنګ شوانګ ويلي، چې د اوکراين بحران لا هم دوام لري او نړيواله ټولنه هيله لري، چې د جګړې د ښکېلو لوريو ترمنځ اوربند وشي او جګړه پای ته ورسېږي.

نوموړي ويلي، چې زياتو هېوادونو د اوکرين کړکېچ ښکېلو لوريو ته د سولې وړانديز کړی، خو برعکس د جګړې ميدان ته ګڼ شمېر وسلې ليږدول کېږي او شمېر او ځواکمنتيا يې نور هم په زياتېدو دی او همدا د جګړې د شديدېدو سبب دی، چې ګڼو ملکيانو ته پکې مرګژوبله اوړي.
ګنګ شوانګ پوځي تقابل د اوکراين بحران د حل لار نه ده بللې او خبرې او مذاکرات يې د دغه کړکېچ د حل او د سولې د اعادې اساسي لار ياده کړې ده.