د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين د سپتمبر په ۱۲ مې نېټې په ولادیوستوک ښار کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو له غړي او مرستیال صدراعظم جانګ ګوه چينګ سره کتلي دي.
پوتين له جانګ ګوه چينګ سره په خبرو کې ويلي، چې د روسيې او چين د ګډو هڅو په نتيجه کې د دواړو هېوادونو اړيکې د تاريخ تر ټولو ښه پړاو ته داخلې شوي او د اقتصاد او سوداګرۍ په ګډون په بېلابېلو برخو کې يې خپلمنځي همکارۍ سالمې روانې دي او دغه راز د دواړو هېوادونو د سيمو او ښارونو ترمنځ همکارۍ يې هم په زیاتېدو بللې دي.
نوموړي ويلي، د لرې ختيځ د پرمختګ همکاريو د روسیې او چين همکاريو ته نوی خوځنده ځواک ورکړی او د دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړيکو او همکاريو پر ښه راتلونکي يې پوره باور ښودلی دی.
جانګ ګوه چينګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې هېواد يې غواړي له روسيې سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې موافقې پلې کړي، فرصتونه ورسره شريک او ګټورې همکارۍ يې نورې هم ژورې کړي، د دواړو هېوادونو د سيمه ييز پرمختګ ستراتېژۍ په همغږۍ سره وصل کړي، د سيمه ييزو همکاريو ميکانيزم څخه ګټې پورته کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاريو ته دوامدار پرمختګ ورکړي.
جانګ ګوه چينګ په روسيه کې د ختيځ په اتم اقتصادي فورم کې هم ګډون کړی و.