د ۲۰۲۳م کال د چين او منځنۍ اسيا د بشري حقونو د پرمختګ فورم د سپتمبر په ۱۲ مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شو.
په دغه فورم کې د چين، قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په ګډون د يو شمېر هېوادونو کارپوهانو، خبريالانو او د ځوانانو استازو د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ او د بشري حقونو د پرمختګ په اړه بحثونه کړي دي.
د فورم ګډونوالو هوکړه کړې، چې خپلې ځانګړتياوې به وکاروي، په ګډې همکارۍ به پرمختګ ومومي او د پرمختګ له لارې به بشري حقونه وساتي او دغه راز په بېلابېلو برخو کې به د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ او پرمختګ لپاره خپل بصيرت او پوهه وکاروي.