عارف علوي: د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز ابادۍ ته به فعاله وده ورکړي
CMG2023/09/13 11:20:40
شريکول:

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د سپتمبر په ۱۲مې نېټې د پاکستان او چين په ژورې دوستۍ غږیدلی او ويلي يې دي، چې هېواد به يې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز ابادۍ ته فعاله وده ورکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي.

عارف علوي په همدې ورځ په پاکستان کې د چين له نوي سفير جيانګ ځای دونګ سره په لېدنه کې ويلي، چې هېواد يې د چين له اوږد مهالي ملاتړ څخه مننه کوي او غواړي تګ راتګ ورسره زیات او متقابلې ګټورې همکارۍ ورسره پياوړې کړي. نوموړي هيله ښودلې، چې هېواد يې د چين د پرمختګ تجربې زده او د ياد اقتصادي دهليز ابادي پياوړې کړي او له چين سره د زراعت، معدن او معلوماتي ټېکنالوژۍ په برخو کې همکارۍ ټينګې کړي او خلکو ته ګټې ورسوي.

جيانګ ځای دونګ د سپتمبر په ۵مې نېټې په پاکستان کې د چين د نوي سفير په توګه ګومارل شوی او په ۱۲مې نېټې يې ولسمشر عارف علوي ته خپل باورلیک سپارلی دی.