چین توان لري، چې خپل اقتصاد ته دوامدار او سالم پرمختګ ورکړي
CMG2023/09/13 11:21:53
شريکول:

د لوېديځو هېوادونو ځينې رسنۍ په دې وروستيو کې د چين د اقتصاد په اړه بد او بېځايه خبرونه او ګنګوسې خپروي.

د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نينګ د سپتمبر په ۱۲مې نېټې د لوېديځو رسنيو د يادو خبرونو په غبرګون کې يوې مطبوعاتي غونډې ته ویلي، چې د چين اقتصاد نه، بلکې د لوېديځو هېوادونو د رسنيو پروپاګنډ او ګنګوسو سقوط کړی دی.

نوموړې ويلي، چې د چين اقتصاد لوی پټ توان او محرکه قوه لري او مخ په ښه کېدو روان دی او په وينا يې، چين په پوره باور او توان خپل اقتصاد ته دوامدار او سالم پرمختګ ورکوي.

ماو نينګ  سږکال د نړیوال اقتصاد د بیا سمسورتيا ګامونه ورو بللي او وضعيت يې  ډېر پېچلی ياد کړی، خو د چين اقتصاد يې د بيا سمسورتيا په لوري روان بللی دی.

د سږکال په لومړۍ نيمايي کې د چين د کورني توليد عمومي اندازه (GDP) د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵.۵ سلنه زياتوالی موندلی دی.

د پيسو نړیوال صندوق وړاندوينه کړې، چې سږ کال به د چين اقتصادي زياتوالی ۵ اعشاريه ۲ سلنې ته ورسېږي او د نړيوال اقتصاد په زیاتوالي کې به یو پر درېيمه برخه ونيسي.

د چين اقتصاد لا هم د نړيوال اقتصاد لپاره مهم خوځنده ځواک بلل کيږي.