د اسرائيلو هوايي بريد په سوريې کې ۸ کسانو ته مرګژوبله اړولې
CMG2023/09/14 10:30:30
شريکول:

د سوريې پوځي ادارې د سپتمبر په ۱۳مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د سوريې په شمال لوېديځ تارتوس ولايت کې هوايي بريد کړی، چې له امله يې د سوريې ۲ سرتيري وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.

اعلاميه وايي، اسرائيلي ځواکونو د سپتمبر په ۱۳مې نېټې د مازديګر په ۵ بجو او ۲۲دقيقو د مديترانې سمندر څخه د سوريې د تارتوس ولايت پر ځينو هوايي دفاعي هدفونو توغندي ويشتلي، چې له امله يې د سوريې ۲ سرتيري وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي او ځينې تاسيسات يې هم ويجاړ کړي دي.

د سوريې پوځي ادارې په همدې ورځ په يوې بلې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د همدې نېټې د شپې په ۱۰ بجو او ۴۰ دقيقو د لبنان له شمالي لوري څخه هم پر حما ولايت هوايي بريدونه کړي او ځينې تاسيسات يې ويجاړ کړي دي.