چين په تېرو ۸ مياشتو کې د ۷۳۶ ميليارډو او ۱۰۰ ميليونو يوانو په لګښت د اوبو لګولو پروژې بشپړې کړي
CMG2023/09/14 10:58:30
شريکول:

د چين د اوبو لګولو چارو وزير لي ګوه ينګ د سپتمبر په ۱۳مې نېټې د دولتي شورا يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې وزارت يې د سږ کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې د اوبو لګولو په چارو کې ۹۸۵ ميليارډه او ۶۰۰ ميليونه يوانه لګولي، د اوبو لګولو په ۲۳ زره او ۶۰۰ نويو پروژو يې لاس پورې کړی او د ۷۳۶ ميليارډو او ۱۰۰ ميليونو يوانو په لګولو يې د اوبو لګولو پروژې بشپړې کړې دي.

د نوموړي په خبره، په همدغو ۸ مياشتو کې يې په ټول هېواد کې د اوبو لګولو پروژو په برخه کې يو ميليون او ۹۷۱ زرو کسانو ته کاري دندې برابرې کړي او د اقتصادي پرمختګ ملاتړ يې کړی دی.