د ملګرو ملتونو د خواړو نړيوال پروګرام په دې وروستيو کې د نړۍ د خواړو مسئلې په اړه خبرداری ورکړی او ويلي يې دي، چې د خواړو د ۱ سلنې مرستې په کمېدو سره به ۴۰۰ زره وګړي له لوږې سره مخ شي.
د خواړو نړيوال پروګرام د سپتمبر په ۱۲مې نېټې پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې دغه پروګرام د بشردوستۍ د نړيوالو مرستو له سخت کموالي سره مخ دی او مجبور شوي چې خپل مرستندويه خوراکي توکي کم کړي.
د نوموړي سازمان يوه کارپوه اټکل کړی، چې د نړۍ د اوسني وضعيت له امله ښايي په راتلونکو ۱۲ مياشتو کې د وږو وګړو شمېر ۲۴ ميليونه نور هم زيات شي، چې دا د اوسنۍ کچې په پرتله نژدې ۵۰ سلنه زياتوالی ښيي.