د اندونیزیا ولسمشر: د جاکارتا – باندونګ چټک اورګاډی خورا راحت او ارام مزل کوي
CMG2023/09/14 11:33:39
شريکول:

د اندونيزيا ولسمشر جوکو ويدودو د سپتمبر په ۱۳مې نېټې د چين او اندونيزيا د همکاريزې پروژې يا د جاکارتا – باندونګ د ګړندي اورګاډي له پټلۍ ليدنه وکړه او د پلازمېنې جاکارتا له حليم سټېشن څخه يې د لوېديځ جاوا د پادالارنګ سټېشن ته پکې مزل وکړ.

جوکو د اندونيزيا د چټک اورګاډي په حلیم سټیشن کې د چین د ریل پټلۍ نړیوال شرکت او په دغه هېواد کې د چین د چټکې پټلۍ شرکت د چارواکو مالومات ترلاسه کړل.

جوکو ويلي، چې دغه اورګاډي د ٣٥٠ کيلومترو په سرعت مزل وکړ او هغه پکې د ډېرې ارامۍ احساس کاوه.

دا د ولسمشر جوکو ويدودو د مارموريت په خپله دوهمه دوره کې د جاکارتا - باندونګ چټکې ریلپټلۍ څخه څلورمه لېدنه ده.

ټاکل شوې، چې دغه پټلۍ به په اکتوبر کې په رسمي ډول په کار ولوېږي او سوداګریز فعالیت به پیل کړي.

(ژباړه: شکريه)