د ليبيا د روغتيا وزارت د بېړنيو پېښو ادارې د سپتمبر په ۱۳مې نېټې خبر ورکړی، چې د ډانيل په نوم د سخت توپان له امله د دغه هېواد په ختيځ کې له ۵۵۰۰ زيات وګړي وژل شوي، څه باندې ۷۰۰۰ تنه ټپيان دي او نژدې ۱۰ زره نور ورک دي.
دغه توپان د سپتمبر په ۱۰مې نېټې له مديترانې سمندر څخه د ليبيا د ختيځ په لوري پورته شوی، چې له امله یې په سیمې کې سخت بارانونه او سيلابونه راوتلي او ګڼ شمېر خلکو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
د ليبيا د ولسمشرۍ کمېټې مشر مانفي د سپتمبر په ۱۱مې نېټې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې، چې د ځپلو سيمو خلکو ته د مرستې لاس ورکړي.