شي جين پینګ د ۲۰۲۳ کال د بېجينګ د کلتور فورم ته د مبارکۍ پیغام واستاوه
CMG2023/09/14 16:07:53
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د ۲۰۲۳ کال د بېجينګ د کلتور فورم ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې دې ته په اشارې سره ويلي چې چيني ملت غوره عنعنوي کلتور لري او له اوږدې مودې راهيسې په پرانيستې او ټول‌شمولې رويې سره له بېلا بېلو کلتورونو سره چلند کوي او هم د بېلا بېلو تمدنونو پوهاوی او درناوی کوي. بېجينګ يو لرغونی ښار ګڼل کيږي او د دوامدار، نوښتګر، واحد، ټول‌شموله او سوله ييز چيني تمدن ثبوت هم دی. بېجينګ به د لرغوني تاريخي ښار او د چين د کلتوري مرکز په توګه له خپلو ځانګړتياوو څخه ګټې پورته کړي او د نړۍ له بېلا بېلو ځايونو سره به د کلتوري نظريو تبادلې پياوړې کړي او له نورو هېوادونو سره به د کلتوري سمسورتيا، د کلتوري ميراثونو د ساتنې، د تمدني تبادلې او تجربو د زده کړې  او د نړيوال تمدن د وړانديز د پلي کولو لپاره ګډې هڅې وکړي تر څو د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره کلتوري ځواک راوپاروي.

ياد فورم چې عنوان يې د غوره کلتور خپرېدل، د تبادلې او همکارۍ پياوړتيا ده، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تبليغاتي ادارې، د بېجينګ د ښاروالۍ د ګوندي کمېټې، د دې ښار د ښاروالۍ په کوربه‌توب په همدې ورځ پيل شوی دی.