د چین او وینزویلا دوستانه اړيکې پیاوړې شوې
CMG2023/09/15 10:58:14
شريکول:

په دې وروستیو کې نیکولاس مادورو چین ته خپل درېیم رسمي سفر وکړ او دا د وینزویلا د ولسمشر په توګه چین ته د ده پنځم سفر دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۳مه نېټه له مادورو سره د خبرو په ترڅ کې وويل چې د چين او وينزويلا ترمنځ د هرې هوا هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې د دواړو هېوادونو د خلکو له ګډو هيلو سره او د تاريخي پرمختګ له عمومي تمايل سره سمون خوري. د چین او وینزویلا ترمنځ تګ راتګ د ۱۹مې پيړۍ په ۴مه لسیزه کې پيل شوی. د ۱۹۷۴م کال د جون په ٢٨مه نېټه د چين او وينزويلا ترمنځ سیاسي اړيکې ټينګې شوې. له نیمې پیړۍ راهیسې، دواړو هېوادونو د نړیوالو حالاتو د بدلونونو په وړاندې دوستانه اړیکې پياوړې کړې.

اوس مهال چين په هراړخيزه توګه د چيني شکله عصري کېدو بهیر چټک کوي. وینزویلا د امریکا د یو اړخیزو بندیزونو او کرونا وبا له منفي اغېزو څخه د خلاصون لپاره سخت کار کوي او اقتصادي رغونه ترسره کوي. دواړه هېوادونه څنګه کولای شي د پرمختګ د نویو دندو په وړاندې د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي او د چين او لاتيني امريکا همکارۍ ته لا زيات خوځنده ځواک برابر کړي؟

د څېړونکو په اند، د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ لپاره د چين او وینزویلا د اړيکو پياوړتيا د سياسي متقابل باور د لوړې کچې څرګندونه کوي. چين تل د ملي حاکميت، ملي وقار او ټولنيز ثبات د ساتلو لپاره د وينزويلا له هڅو څخه په ټينګه ملاتړ کړی او له بهرنيو لاسوهنو سره يې ټينګه مقابله کړی دی. کله چې وینزویلا له ستونزو سره مخ شوه، چین واقعي مرسته وکړه. د مثال په توګه، د کرونا وبا د خپرېدو پر مهال، وینزویلا د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو لخوا د بندیزونو له امله د نړیوال بازار څخه د اړتیا وړ واکسینونو ترلاسه کولو توان نه درلود. هغه مهال د چين واکسين، طبي توکي او طبي ټيمونه د وبا پر ضد مبارزه کې د وينزويلا لپاره مهم رول لوبولی دی. ولسمشر مادورو وويل، د وينزويلا خلک د چين د حکومت او خلکو له ارزښتناکو مرستو او ملاتړ څخه ډېره مننه کوي.

مادورو د خپل سفر په ترڅ کې په ۷ ورځو کې له ۴ ځایونو څخه لیدنه وکړه او د چیني شکله د عصري کېدو لاسته راوړنو او تجربو باندې تمرکز وکړ. د تېر کال په جون کې، وینزویلا د ځانګړو اقتصادي سیمو او سازمانونو قانون تصویب کړ او د ځانګړو اقتصادي سیمو په جوړولو یې پیل وکړ. چین ته د مادورو د سفر لومړی تمځای د چین د اصلاحاتو او ورخلاصون "کړکۍ" شن جن ښار دی. هغه اعلان وکړ چې په راتلونکو څو اوونیو کې به څو پلاوي چین ته واستوي چې د ځانګړو اقتصادي سیمو د جوړولو په اړه د چین له پرمختللو تجربو څخه زده کړي. سربېره پر دې، په نومبر کې په شانګهای کې د چین وارداتي نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره به د وینزویلا د ملي متشبثینو او تولید کوونکو پلاوی واستول شي څو نوې پانګونې راجلب کړي او د اقتصاد تنوع تر لاسه شي. هغه وويل، هغه څه چې ما له چين څخه د ليدنې په ترڅ کې ليدلي او اورېدلي دي، په بشپړه توګه د چين پرمختګ او خوځنده ځواک څرګندوي.

له شمېرنې سره سم، د ۲۰۲۳م کال په لومړۍ نيمايي کې د چين او وينزويلا ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۱،۹۱۸میليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې د ۲۰۲۲م کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ سلنه زيات شوی دی. د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د کتنې په ترڅ کې چين د وينزويلا د باکيفيته توليداتو د وارداتو د پراخولو لپاره خپله لېوالتيا څرګنده کړه. د تازه تړون له مخې، د وینزویلا قهوه او اوېکاډو به هم چین ته صادر شي.

چين او وينزويلا د پرمختيايي هېوادونو په توګه، کولای شي د ملګرو ملتونو او د «جي ۷۷ او چين» په ګډون په څو اړخيزو ميکانيزمونو کې همکارۍ پياوړې کړي او د پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې وساتي. مادورو د روان کال په اګست کې وویل چې وینزویلا په رسمي توګه د بریکس همکارۍ میکانیزم کې د شمولیت غوښتنه کړې. د چین او وینزویلا لخوا په ګډه اعلامیه کې راغلي چې چین له بریکس سره د یوځای کېدو لپاره د وینزویلا د مثبت نیت هرکلی کوي او دې هدف ته د رسېدو لپاره د وینزویلا د هڅو ملاتړ کوي. دا د نړۍ په جنوب کې د هېوادونو د پرمختګ او د څو اړخيزم د پياوړتيا لپاره د چين هيله او کوښښ څرګندوي.