چين او زامبيا خپلمنځي اړيکې هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړیکو ته لوړې کړې
CMG2023/09/15 14:53:48
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۵مې نېټې د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د زامبيا ولسمشر هيچيليما سره ليدلي او په خپلمنځي اړيکو ورسره غږیدلی دی.

دواړو مشرانو په ګډه اعلان کړی، د چين او زامبيا اړيکې يې هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته لوړې کړې دي.

شي جين پينګ له هيچيليما سره په خبرو کې ويلي، چې د چين او زامبيا لرغونې دوستي او اړيکې د دواړو هېوادونو د پخوانيو نسلونو د مشرانو لخوا ټينګې شوي او د نړیوال وضعيت له لویو بدلونونو او ستونزو څخه تېرې او تجربه شوې دي.

 نوموړي  د تانزانيا او زامبيا ترمنځ غځېدلې رېل پټلۍ د چين او افريقا د دوستۍ د سمبول په نوم ياده کړې او په خبره يې، د دواړو هېوادونو خلک ورته ځانګړي او دوستانه احساسات لري.

شي جين پينګ زياته کړې، چين او زامبیا دې په ګډې همکارۍ له خپلمنځي لرغونې دوستۍ څخه خوځنده ځواک ترلاسه کړي او په نوې زمانې کې دې خپلمنځي همکاريو ته وده ورکړي، څو اړيکې يې دوامدار او ثابت پرمختګ ومومي او نوې مرحلې ته داخلې شي.

هيچيليما ويلي، چې د زامبيا ولس د چين پرمختګونه ليدلي او ستايلي يې دي او باور يې ښودلی، هېواد به یې د چين له تجربو څخه زده کړه وکړي.