روغتیا نړیوال سازمان د لیبیا ناورين ځپلو سره ۲ ميلیونه ډالره بيړنۍ مرسته کوي
CMG2023/09/15 11:49:50
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د سپتمبر په ۱۴مې نېټې اعلان کړی، چې د ليبيا له توپان وهلو او سيلاب ځپلو وګړو سره به د ۲ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت بېړنۍ مرسته وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مدير ادهانوم تدروس په همدې ورځ د دې سازمان د جنیوا په مرکزي دفتر کې رسنيو ته ویلي، چې د ((ډاینیل)) په نوم سخت توپان د سپتمبر په ۱۰مې نېټې د لیبیا په ختیځ کې سخت بارانونه او سيلابونه راپورته کړي او ګڼو خلکو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

تدروس ويلي، چې دغو بارانونو او سيلابونو په ليبیا کې بې ساری ناورين رامنځته کړی او د روغتيا نړیوال سازمان د بیړنيو مرستو فنډ څخه به ليبيا ته د ۲ میليونو امريکايي ډالرو په ارزښت مرسته برابره کړي.