د چين نوي سفير جاو شينګ د سپتمبر په ۱۳مې نېټې د افغانستان د لنډ مهالي حکومت صدراعظم ملا محمد حسن اخوند ته خپل باور ليک سپارلی دی.
جاو شينګ په همدې ورځ د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير امیر خان متقي ته د ياد باورليک کاپي سپارلې ده.
جاو شينګ د سپتمبر په ۸مې نېټې د چين د نوي سفير په حیث افغانستان ته رسېدلی دی.
(ژباړه: شکريه)