د چين صدراعظم لي چيانګ د سپتمبر په ۱۵مه په بېجينګ کې د کمبوديا له لومړي وزير هون مانېټ سره خبرې اترې وکړې.
لي چيانګ په يادو خبرو اترو کې وویل، چې سږکال د چين او کمبوديا ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو ۶۵مه کليزهده. دواړه هېوادونه د خپلمنځي رسمي اړيکو له ټينګېدو راهيسې تل يو له بل سره مرسته کوي. چین غواړي له کمبودیا سره د دواړو مشرانو مهمې موافقې پلي کړي، په لوړه کچه تګ راتګ زیات کړي، څو د د دواړو خواوو د ګډ برخلیک د ټولنې ابادۍ ته نوی پرمختګ ورکړي.
هون مانېټ وویل، چې له تېرو ۶۵ کلونو راهيسې د کمبوديا او چين ترمنځ دوستي د دواړو مشرانو تر لارښوونې نور ژورې شوې. کمبوديا غواړي له چين سره خپلمنځي دوستي ښه خوندي وساتي او پياوړې کړي. هېواد يې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري، د چين په کورنيو چارو کې له بهرنۍ لاسوهنې سره کلک مخالفت کوي او د چين د دولت رئيس شي جين پینګ له مهمو وړانديزونو څخه ملاتړ کوي. د دې تر څنګ، هيله يې وښودله، چې په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې له چین سره همکارۍ پياوړې کړي او د کمبوديا او چين د ګډ برخلیک ټولنه جوړه کړي.
له يادو خبرو اترو وروسته، د دواړو صدراعظمانو په حضور کې د صنايعو، زراعت، اساسي تأسيساتو، ډيجټلي اقتصاد او زرغون پرمختګ په برخو کې د چين او کمبوديا ترمنځ يو لړ همکاريز اسناد لاسليک شول.