د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې د پروګرام له اجرائیوې مدیرې انګر اندرسن سره مرکه
CMG2023/09/16 15:06:58
شريکول:

د تېر اګست ۱۵مه د چين د ايکولوژۍ له لومړۍ ملي ورځې سره برابره وه . د چین دولت رئيس شي جين پينګ د چين د دوامدار پرمختګ لپاره د ايکولوژيکي تمدن د جوړولو پر اهميت ټينګار وکړ. د ملګرو ملتونو د چاپېريال پروګرام اجرائيوي مشرې انګر اندرسن وويل، زه د چين د کړنو په ليدو ډېر خوښ يم، زه د چين له خوا وړاندې شوې شاعرانه مفکوره ډېره خوښوم، چې "ښکلې اوبه او شنه غرونه  د شتمنۍ موندونې سرچینې دي." خوښ یم، چې چين د ايکولوژۍ ملي ورځ جوړه کړې  او دې مسئلې ته د ټول هېواد پاملرنه راجلبوي. دا د دوامدار ژوند په اړه د چین بيان دی، راځئ چې په ګډه د ځمکې ساتنه وکړو او دا د ګډ پرمختګ او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه د چین بیان هم دی. د دغو موخو د پوره کولو په  ترڅ کې  پکار ده، چې چاپيريال ته زیان ونه رسوو. د چين د ايکولوژۍ  ملي ورځ او اړوند مفکورې او اصول ښيي، چې موږ د پرمختګ لپاره غوره لار لرو، موږ بايد له طبيعت سره همغږی ژوند وکړو او له ککړتيا څخه په پاکه نړۍ کې د ژوند لپاره هڅه وکړو.