هان جنګ به د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي اسامبلې په عادي بحث او اړوندو لوړ پوړو فعالیتونو کې ګډون وکړي
CMG2023/09/16 15:13:13
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د سپتمبر په ۱۵مه په يوه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې د چین د دولت رئیس مرستيال هان جنګ به د سپتمبر له ۱۸مې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي اسامبلې په  عادي  بحث کې ګډون وکړي. هغه به په دې موده کې د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ د موخو د سرمشريزې په ګډون د لوړې کچې په یو لړ فعالیتونو کې هم ګډون وکړي او د ملګرو ملتونو له سرمنشي او د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي اسامبلې له رئیس او د اړوندو هېوادونو له مشرانو سره به دوه اړخیزې ناستې وکړي.

ویاندې ماو نینګ وويل، اوس مهال نړۍ د ګډوډۍ او بدلون نوې دورې ته داخله شوې ده، د بې ثباتۍ او نه وړاندوينې وړ عوامل او بېلا بېل نړيوالې ننګونې يو په بل پسې رامنځته کېږي. د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۸مې دورې عمومي بحث به نړيوالې ټولنې ته د سياسي ګډې نظريې د رامنځته کولو، د يووالي او همکارۍ د پياوړتيا او له ننګونو سره د ګډې مقابلې لپاره مهم فرصت برابر کړي. د رئيس مرستيال هان جنګ به د اوسنيو نړيوالو حالاتو، د نړيوالې حکومتوالۍ او مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د چين د نظريو او وړانديزونو په اړه هراړخيز معلومات وړاندې کړي او نړيواله ټولنه به وهڅوي، چې رښتيني څو اړخيزم، د نړيوال پرمختګ، امنیت او تمدن وړاندیزونه پلي کړي او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنه جوړه کړي.