شي جين پينګ د چين او اروپا ترمنځ‌ د باروړونکي اورګاډي نړيوال همکاريز فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2023/09/16 15:31:51
شريکول:

د سپتمبر په ۱۵مه ، د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکي اورګاډي نړيوال همکاريز فورم ته د مبارکۍ پيغام  ولېږه.

نوموړي په ياد پيغام کې ويلي، چې د چين او اروپا ترمنځ باروړونکي  منظم اورګاډي له پرانيستلو راهيسې په ښه توګه  روان دی، د اسيا او اروپا ترمنځ د نړیوال انتقال لپاره يې يو نوی چوکاټ جوړ کړی او په دې اوږدو کې د اقتصادي او تجارتي همکاریو لپاره نوي فرصتونه يې برابر کړي، چې نړيوال اقتصاد ته نوی خوځنده ځواک برابروي.

هغه زیاته کړې، چې هېواد  به يې له بېلابېلو هېوادونو سره يو ځای د سوله ييزو همکاريو، ورخلاصون، ټولشمولیت، يو له بل څخه زده کولو او د ګډو ګټو د جوړولو لپاره هڅه وکړي، د ګډې سلامشورې، ابادۍ او  شراکت پر اصولو به ټينګار وکړي، د چين او اروپا ترمنځ باروړونکي اورګاډي ته به نور باکيفيته، موثر او امنيتي پرمختګ ورکړي، څو د نړيوال اقتصاد د پرمختګ، د بېلابېلو هېوادونو د خلکو د ګټو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ګډې ابادۍ لپاره نور نوي خدمات برابر کړي.