واشنګټن دې د لوړې تکنالوژۍ په برخه کې د چین پرضد ځپونکي تدبیرونه ودروي
CMG2023/09/16 15:41:40
شريکول:

د چین هوا وې تخنیکي شرکت څو ورځې مخکې د مېټ-۶۰ پرو (Mate60 Pro) نمبر نوي ډول ګرځنده ټیلېفون بازار ته وړاندې کړ، ښه بازار يې موندلی او د دغه هېواد په دننه او بهر کې يې د خلکو ډېرې پاملرنې جلب کړې دي.

د امریکې د Bloomberg News له تخنیکي مشاور شرکت TechInsight تیک انسایټ سره په همکارۍ د یاد ډول موبایلفون تر جلا کېدو او څېړنې وروسته دا تائیده کړې چې د دغه ګرځنده ټيلېفون چپ د چیني شرکت لخوا جوړ شوی. دغه اژانس د سپتمبر په ۴مه د یوې تبصرې په خپرولو سره ویلي، له دې څخه ښکاري چې چین د semiconductor سیمیکندکټر په برخه کې د پرمختګ مهم ګام پورته کړی دی.

دا چې امریکې له اوږدې مودې راهیسې د لوړې تکنالوژۍ په برخه کې پر چین د صادراتو جدي محدودیت غوره کړی، د هوا وې شرکت یاد ګرځنده ټيلېفون د چیني شرکت یو لوی بریالیتوب ګڼل کېږي.

انټرنیټ کاروونکو په ټولنیزو رسنیو کې د هوا وې میټ-۶۰ پرو ډول ګرځنده ټيلېفون په اړه د ویډیو په شریکولو سره لیکلي چې پر هوا وې شرکت د امریکې بندیزونه بې پایلې شول.

یوه انټرنټ کارونکي تر دې ویډیو لاندې کمنټ لیکلي: زه تل پر چین د چپ او لوړې تکنالوژۍ له بندیزونو سره مخالفت کوم، باور لرم چې په دې سره د لوړې تکنالوژۍ په برخه کې د چین ځاني پرمختګ وهڅول شي.

دا ډول کمنټونه د واشنګټن د ناخوښۍ سبب ګرځېدلي. د امریکې د کانګرس د استازو جرګې د چین مسئلې ځانګړې کمېټې رئیس مایک د سپټمبر په ۶مه نېټه اعلان وکړ چې د امریکې د سوداګرۍ وزارت باید د چین پر هوا وې او سمیک (
Semiconductor Manufacturing International Corporation) شرکتونو ته د ټولو تکنالوژيو صادرات ودروي. د یو بل خبر له مخې، د امریکې اړوند ارګان د هوا وې د یاد نوي ډول ګرځنده ټيلېفون د چيپ په اړه پلټنې او تحقیقات کوي.

د چین تصدۍ د واشنګټن  محدودیتونه او ځپونکي اقدامات د دې لامل شوي چې چیني تصدۍ خپله د لوړې تکنالوژۍ په برخه کې د لیدو وړ بریالیتوب تر لاسه کړي. دغه کار ښايي د واشنګټن له نظره تېر شوی امریکې له اوږدې مودې راهیسې په ګردې نړۍ کې د بادارۍ مقام د ساتلو لپاره د مصوبولاسلیکولو، بانډونو جوړولو، د لوړې تکنالوژۍ پر ورکړې د بندیزونه لګولو او پر نورو د چپ نه پلورلو په شمول یو لړ تدبیرونه نیولي او نیسي يې. د مثال په توګه، د تېرې پېړۍ په ۸مه لسیزه کې امریکې د سیمیکندکټر په برخه کې تر جاپان وروسته پاتی وه، واشنګټن ور پسې توکیو اړ کړ چې ورسره د سیمیکندکټر تړون لاسلیک کړي، په دې توګه واشنګټن د یو لړ تګلارو په ملاتړ سره بیا د سیمیکندکټر په ساحه کې تسلط تر لاسه کړ. د tsmc تسمک، ASML اسمل او توکیو برېښنا شرکت په شمول د نړۍ وتلي تخنیکي شرکتونه ټول د واشنګټن تر پټ کنټرول لاندې دي.

نو د چین شرکت پخپله بریالیتوب ډېر د نړیوالې پاملرنې وړ دی. له دې څخه څرګندېږي چې چین د امریکې د تخنیکي بندیزونو پر وړاندې نه ستومانه کېدونکي کوښښونه او هڅې کړې دي.

د هالند د اسمل شرکت لومړي اجرائیوي مشر پیټر ویننیک څو ورځې مخکې ویلي چې لوېدیځ هېوادونه غواړي چین ته د وړ تخنیکي مسلکي کسانو ورتګ د معنه کولو او پر چین د صادراتو بندیزونو له لارې چین جلا کړي، خو نتیجه به يې د لوېديځو هېوادونو ځاني ګټو ته زیانونه ورسوي.

واشنګټن د هوا وې شرکت له خوا د نوي ګرځنده ټیلېفون پر تولید ډېر غصه شوی او په دوامداره توګه يې چین ځپنې سیاست ته مخه کړې او حتا د چین له خوا د تولید شوي چپ په اړه يې تحقیقات او پلټنې پیل کړې. خو د امریکا دا ټول اقدامات به ښايي بالاخره دغه هېواد خپله نهیلی او ناکام کړي.