د «جي ۷۷ او چین» سرمشریزه د سپتمبر په ۱۵مه د کیوبا په پلازمینه هاوانا کې پرانیستل شوه. په دې سرمشریزه کې به له اوسنیو ننګونو سره د مقابلې لپاره د جنوبي هېوادونو پر همغږۍ او همکارۍ تمرکز وشي.
دغه سرمشریزه د «جي ۷۷ او چین» د نوبتي رئیسه هېواد کیوبا په کوربه توب جوړه شوې او اصلي موضوع د "اوسني پرمختګ په وړاندې ننګونې: د ساینس، ټېکنالوژۍ او نوښت رول" ده. د کيوبا ولسمشر دياز کانل په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، د «جي ۷۷ او چین» په اوږو په نړيوال ډګر کې د اکثرو هېوادونو د ګټو د ساتنې ستر مسؤليت پر غاړه دی او بايد د پرمختګ د حق او د نړيوالو اړيکو د ډيموکراسۍ د پرمخبېولو لپاره سره متحد شي.