لي شي د جي ۷۷ او چين په سرمشريزه کې ګډون او وينا وکړه
CMG2023/09/17 16:57:08
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي کمېسيون غړي لي شي د کيوبا په پلازمينه هاوانا کې د جي ۷۷ او چين په سرمشريزه کې ګډون او وينا وکړه.

لي شي په خپله وينا کې وويل، د نړۍ د پرمختيايي هېوادونو قوت د پياوړتيا په حال کې دی، خو د دې تر څنګ ځينو هېوادونو د بنديزونو او د اړيکو د پرېکون له لارې د پرمختيايي هېوادونو د پرمختګ حقه حقونو ته زيانونه رسولي دي.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې جي ۷۷ او چين بايد پر دې ټينګار وکړي، چې د انسانانو د ګډو ارزښتونو په اساس په سوله ييزو طريقو د هېوادونو ترمنځ اختلافونه او شخړې حل کړي او د نړۍ سوله او آرامي وساتي. جي ۷۷ او چين بايد د عدالت، مساواتو او ټولشموليت په روحيه د دې لپاره هڅې وکړي، چې د ملګرو ملتونو د اجنډا بېلا بېلې موضوعات د پرمختيايي هېوادونو د پرمختګ له ګټو سره سمون ولري او په دغه سازمان کې د پرمختيايي هېوادونو د وينا حق او د استازيتوب کچه پياوړې شي. جي ۷۷ او چين بايد د پرمختګ او همکارۍ مسئوليت پلی کړي، د ورخلاصون، ټولشموليت او ګډو ګټو پر اساس دې د پرمختيايي هېوادونو د ساينس او ټېکنالوژۍ همکاريز سيستم جوړ کړي، څو پرمختيايي هېوادونو د نويو ټېکنالوژيو او صنايعو له پرمختګ څخه برخمن شي.

لي شي زياته کړه، چې چين د نړۍ تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد دی او له نورو پرمختيايي هېوادونو سره د ګډ برخليک د ټولنې برخه ده. چين چې هر څومره پرمختګ کړی، بيا به هم د پرمختيايي هېوادونو د کورنۍ غړی وي.