د چين او اسيان د شلم نندارتون د پانګونې او همکارۍ غونډه د سپتمبر په ۱۶مه نېټه د ګوانګ شي په نان نينګ ښار کې تر سره شوه. د بېلا بېلو هېوادونو استازيو د چين او اسيان د زرغونو چارو او ډيجيټلي اقتصاد د همکاريو پر موضوعاتو يې د خپلو هېوادونو د پانګونې د وروستي چاپيریال او تګلارو په اړه بحث وکړ.
دغه غونډه د چين او اسيان د شلم نندارتون د پانګونې د ترويج يو مهم فعاليت دی. د دغې غونډې په ترڅ کې " د چين او اسيان د ازادې سوداګريزې سیمې د سوداګريزو فرصتونو امکاناتو3.0 نسخه " خپره شوه.
د چين او اسيان د پانګونې د هڅونې ادارو په ټينګ ملاتړ سره، یاده غونډه په برياليتوب سره ۱۲ځلې تر سره شوې چې د چين او اسيان ترمنځ د پانګونې او همکارۍ د دوامدار پرمختګ يې هڅونه کړي.