لي چيانګ د اندونيزيا د ولسمشر له مرستيال سره وکتل
CMG2023/09/17 14:44:59
شريکول:

د چین صدراعظم لي چيانګ د سپتمبر د ۱۶مې نېټې په ماسپښين د ګوانګ شي په نان نينګ ښار کې د اندونيزيا د ولسمشر له مرستيال معروف سره وکتل چې د چين او اسيان په شلم نندارتون کې د ګډون لپاره چين ته راغلی دی.

لي چيانګ په خپلو خبرو کې وويل چې چين غواړي له اندونيزيا سره د پرمختګ تګلارې لا همغږې کړي، د يو کمربند او يوې لارې د لوړ کيفيت ګډې ابادۍ په برخه کې ژورې همکارۍ ته وده ورکړي، د سيمه ييز مجموعي اقتصادي دهليز په ښه توګه جوړ کړي او نورې لوړ معیاري او دوامدار همکاریزې پروژې پلې کړي چې خلکو ته به ګټه ورسوي او ډېرې ګټونکې پایلې به ولري. دواړه خواوې بايد د پوهنې، کلتور، سيلانۍ، ځوانانو او سپورت په برخو کې تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي ترڅو د خلکو ترمنځ دوستي ژوره شي. چين غواړي له اندونيزيا سره څو اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي، په ګډه د اسيان د يووالي او مرکزي مقوم ساتنه وکړي، د ختيځې اسيا همکارۍ سمه لار وساتي او سيمه ييز او نړيوال پرمختګ ته لا زيات خوځنده ځواک براربر کړي.

معروف وويل، اندونيزيا له چین څخه مننه کوي چې د اسيان د نوبتي رئيسه هېواد په توګه د اندونيزيا ملاتړ کوي او غواړي له چين سره د اقتصاد، سوداګرۍ او کولتور په برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، په سيمه ييزو او څو اړخیزو چارو کې همغږي ژوره کړي او  یو له بل څخه ملاتړ کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخیزې ستراتیژیکې اړيکې لا ټينګې کړي او په ګډه د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنه جوړه کړي.