چين لا هم د نړيوالو تصديو جلبونکی بازار دی
CMG2023/09/17 14:43:30
شريکول:

د هسپانيا ورځپاڼې «اقتصاد پوه» څو ورځې مخکې په چين کې د ډوريان (durian) په نوم مېوې د وارداتي اندازې د چټک زياتوالي په اړه خبر ورکړی. په دغه خبر کې ويل شوي، چې ((په چين کې هر مصرفي جريان سوداګريز فرصتونه پيدا کړي دي.))

د چين حکومت د سپتمبر په ۱۵مه نېټه تازه اقتصادي معلومات خپاره کړي، چې له مخې يې، په اګست کې د دغه هېواد په ټولنه کې د مصرفي توکو د پرچون خرڅلاو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴ اعشاريه ۶ سلنه زياتوالی ښيي. د چين د اقتصادي پرمختګ ښه والي د بهرنيو خبري رسنيو پاملرنه راجلب کړې ده.

د چين په شان راتلونکی بازاري فرصت چېرې دی؟ د زياتو نړيوالو تصديو خاوندانو چين دغې پوښتنې ته د ځواب په توګه انتخاب کړی او ويلي يې دي، چې د چين د لوی بازار فرصت د نړۍ د پرمختګ لپاره نوی خوځنده قوت برابروي.

د چين د لوی بازار جوړښت د اصلاح او پراخېدو په حال کې دی. په تېر اګست کې د چينايانو سيلانيز سفرونه زيات شوي او له دې سره د خوړو، اوسېدنې او ټرانسپورټ په شمول خدمتي چارو کې مصارف ډېر شوي دي. په همدې مياشت کې د چين د رستورانونو عايدات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۲ اعشاريه ۴ سلنه زياتوالی ښيي. د دې تر څنګ ډيجيټلي مصرف او زرغون مصرف په چين کې د مصارفو نوی جريان ګرځېدلی دی. انلاين برقي سوداګري، د انلاين ژونديو خپرونو له لارې د سوداګريزو توکو د اخيستلو چارې او انلاين کلتوري او ساعتېریو فعاليتونه ډېر د هرکلي وړ ګرځېدلي او په افلاين پلورنځيو کې د AR په شمول د ځيرکتيا ټېکنالوژۍ د کارولو له لارې ډېر مشتريان راجلب شوي دي.

د چين د موټر صنعيت ټولنې د تازه شمېرنې له مخې، په اګست کې په دغه هېواد کې د نوې انرژۍ موټرو د پلورنې اندازه د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ۲۹ اعشاريه ۷ سلنه زياتوالی ښيي. د چين د بهرنيو اسعارو ادارې د شمېرنې له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې بهرنيو سوداګرو په چين کې له پانګونو څخه ۹ اعشاريه ۱ سلنه ګټې اخيستې دي، چې دغه اندازه په اروپايي هېوادونو او امريکا کې يوازې ۳ سلنه او په نورو تازه څرګندو اقتصادونو کې له ۴ سلنې څخه تر ۸ سلنې پورې ده. په شانګهای کې د امريکايي تصدۍ ټيسلا فابريکې تېر کال په منځنۍ توګه په هرو ۴۰ ثانيو کې يو برقي موټر توليد کړی او کلنۍ توليدي اندازه يې په ګرده نړۍ کې د دغې تصدۍ د عمومي توليدي اندازې له نيمايي برخې سره برابره وه. څېړونکي دې ته په اشارې ويلي، چې په چين کې د منځني عايد لرونکو کسانو شمېر ډېر دی او له دې امله د دغه هېواد مشتريان د موټرو او درملو په شمول مصرفي برخو کې لوی بالقوه توان لري. دغه راز نړيوالې تصدۍ به په دغو برخو کې خپلو پانګونو او کاروبارو ته دوام ورکړي.

په چين کې د مصرفي جوړښت اصلاح او زیاتوالی به د عرضې جوړښت اصلاح لوړ کړي. په دې بهير کې د چين د ساينس او ټېکنالوژۍ نوښت د نړيوالو تصديو لپاره د څېړنې او توليد ښه زمينه برابروي. د فرانکلين تيمليتون (Franklin Templeton) په نوم د پانګونې د ادارې مشهورې نړيوالې تصدۍ مسوول په دې وروستيو کې په سينګاپور کې د یوې غونډې پرمهال ويلي، چې هر کال په چين کې د روزل شويو انجنیریو شمېر تر نورو هېوادونو ډېر زيات دی او زما په اند نوښت به فرصتونه ورسوي.

له سږ کال راهيسې زياتېدوونکو نړيوالو تصديو په چين کې خپل څېړنيز مرکزونه جوړ کړي. د چين لوی بازار، بشپړ صنعتي سيستم او د مستعدو وګړو لويه اندازه د دوی د پرېکړو مهم سبب دی.

چين په دې وروستيو کې د مصارفو د زياتوالي او د ملکي اقتصاد د پرمختګ د هڅولو او د بهرنيو سوداګرو د پانګونې د راجلبولو يو لړ تدبيرونه نيولي. د دغو تدبيرونو له خپرېدو او په چين کې د سپوږمۍ اختر او ملي جشن په شمول د ملي رخصتيو له رارسېدو سره به مصرفي زياتوالی او اقتصادي پرمختګ لا ښکاره شي او نړۍ  ته به هم ګټې ورسوي.