شي جين پينګ د چين د شمال ختيځ پوهنتون ټولو استادانو او محصلينو ته ځوابي پيغام لېږلی
CMG2023/09/17 14:49:13
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د چين د شمال ختیځ پوهنتون ټولو استادانو او محصلينو ته ځوابي پيغام لېږلی او د دې پوهنتون د جوړېدو د ۱۰۰مې کليزې په مناسبت يې د دې پوهنتون ټولو استادانو، محصلينو، کارکوونکو او فارع شويو کسانو ته مبارکي ويلې.

د چين شمال ختيځ پوهنتون په ۱۹۲۳م کال کې جوړ شوی. له ۱۹۴۹م کال راهيسې يې د استعداد لرونکو کسانو د روزنې او د ساينس او ټکنالوژۍ د نوښت په برخو کې فعال رول لوبولی او د دې هېواد د اقتصادي ابادۍ او د شمال ختيځ د بيا سمسورتيا لپاره يې مهم خدمتونه برابر کړي دي. په دې وروستيو ورځو کې د دې پوهنتون تولو استادانو او محصلينو رئيس شي جين پينګ ته پيغام لېږلی و او د دې پوهنتون تدريسي چارو په اړه يې خپل معلومات شريک کړئ وو او ويلي يې وو، چې په نوې زمانه کې به مهم فرصتونه ونيسي او د دې هېواد د ابادۍ لپاره به فعال خدمتونه وکړي.