فرانسوي رسنۍ: القاعده پر فرانسې او سویډن د بریدونو ګواښ کړي
CMG2023/09/17 14:43:40
شريکول:

 د فرانسې BFMTV خبري اژانس د سپتمبر په ۱۵مه نېټه خبر ورکړ چې د القاعدې ډلې په دې وروستيو کې فرانسه او سويډن د "اسلام پر وړاندې په جګړه" تورن کړي او ګواښ يې کړی چې پر دغو ۲ هېوادونو به بريدونه وکړي.

په یمن کې د القاعدې فرعي ډلې په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو له لارې ادعا کړې چې غواړي له اروپا په ځانګړې توګه فرانسې او سویډن څخه غچ واخلي. د فرانسې د تروریزم تحلیلي مرکز د دغه هېواد حکومت ته د لوړ احتیاط یادونه کړې، ځکه چې د دوی په ګمان القاعده له بهر څخه په ځانګړې توګه له افغانستان، عراق، سوریه او د افریقا په سویلي سیمو څخه د بریدونو کولو توان لري.