د چين استازي اقتصادي، ټولنيز او کلتوري حقونو ته د وده ورکولو غوښتنه وکړه
CMG2023/09/17 14:50:07
شريکول:

په جنيوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر او د نورو نړيوالو سازمانونو په نمایندګيو کې د چين دايمي استازي چن شيو د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۴مه غونډه کې د مصر، جنوبي افريقا، بولیوی او پاکستان په شمول پرمختيايي هېوادونو په استازيتوب ګډه وينا کړې او د اقتصادي، ټولنيز او کلتوري حقونو په شمول د بېلابېلو بشري حقونو د برابرۍ د پرمختګ غوښتنه يې کړې.

ګډه اعلاميه وايي، چې بېلابېلې خواوې باید د مساواتو او متقابل درناوي پر بنسټ رغنده ډيالوګ تر سره کړي او بېلابېلو بشري حقونو برابرۍ ته دې وده ورکړي. اعلاميې زياته کړې، چې اوسمهال اقتصادي، ټولنيز او کلتوري حقونه د عامو خلکو د سياسي حقونو په پرتله کم اهميت ورکړل شوی او له دې امله بې عدالتي رامنځته شوې. په دې اعلاميه کې راغلي، چې ملګري ملتونه باید دغه غير عادلانه او نابرابر وضعيت اصلاح کړي او د بشري حقونو شورا او د بشري حقونو چارو د لوړپوړو استازو دفتر باید ښه بېلګې جوړې کړي.