کيم جون اون د روسيې له دفاع وزير سرګي شويګو سره وکت
CMG2023/09/18 11:27:06
شريکول:

د ډيموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند عمومي منشي او د دولتي چارو مشر کيم جون اون د سپتمبر په ۱۶مې نېټې د روسيې په ولاديوستوک کې د روسيې له دفاع وزير سرګي شويګو سره کتلي او د دواړو هېوادونو د دفاعي او امنيتي همکاريو په هکله يې ورسره د نظريو تبادلې کړې دي.

د ډيموکراتيکې کوريا مرکزي خبري اژانس خبر ورکړی، چې کيم جون اون له سيرګي شويګو سره د سيمې او نړۍ د پوځي او سياسي حالاتو په باب هم بحث کړی او د دواړو هېوادونو د وسله والو ځواکونو او په امنيتي او دفاعي برخو کې د ستراتيژيکو همکاريو او متقابلې تبادلې د پياوړتيا په هکله يې ورسره د نظريو تبادلې کړې دي.