لي چيانګ د چين او اسیان د شلم نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ
CMG2023/09/18 11:25:14
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د سپتمبر په ۱۷مې نېټې د چين د جوانګ قوم د کورواکې سيمې په مرکز نان نينګ ښار کې د چين او اسيان د شلم نندارتون او د چين او اسيان د سوداګرۍ او پانګونې د سرمشريزې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده.

په دغو مراسمو کې د لاوس، ماليزيا او ويتنام د صدراعظمانو په شمول د اسيان د ګڼو هېوادونو مشرانو او د صنعتي او سوداګريزو ټولنو ۱۲۰۰ استازو ګډون کړی و.

لي چيانګ يادو مراسمو ته په وينا کې ويلي، چين به له اسیان سره د کلتور، سيلانۍ او د پروسنلونو د روزلو په شمول ډېرو برخو کې همکارۍ وکړي او د سیمې هېوادونو سره به دوستۍ دوام ورکړي.

نوموړي ويلي، چې چين به خپلو کړو ژمنو ته د عمل جامه واچوي، په بېلا بېلو برخو کې به د اسیان له غړو هېوادونو سره همکارۍ وکړي، د ورخلاصون پر بنسټیزې تګلارې به ټينګار ولري او د بېلا بېلو هېوادونو د پانګوالو لپاره به ښه سوداګريز چاپېريال برابر کړي.

لي چيانګ زياته کړې، چې هېواد به یې د اسيان له غړو هېوادونو څخه زيات ځانګړي توليدات وارد کړي او د سيمه ييز صنعتي او برابرونکو ځنځيرو کړۍ به سره ونښلوي او په خبره يې، چين د اسيان په مرکزيت د سيمې پر همکاريز چوکاټ ټينګار لري او د بېلا بېلو هېوادونو له پرمختيايي ستراتیژيو سره د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د نښلولو او د سيمه ييز اقتصاد د يو ځای کېدو لپاره به هڅې وکړي.

غاټول