د چين صدراعظم لي چيانګ له ماليزيايي سیال سره وکتل
CMG2023/09/18 10:57:53
شريکول:

د چین صدراعظم لي چيانګ د سپتمبر په ۱۷مې نېټې د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکې سيمې په مرکزي نان نينګ ښار کې د ماليزيا له صدراعظم انور بن ابراهيم سره کتلي او په يو لړ مسئلو ورسره غږيدلی دی.

انور بن ابراهيم د چين او اسيان په شلم نندارتون کې د ګډون په موخه نان نينګ ښار ته تللی دی.

لي چيانګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې هېواد يې غواړي له ماليزيا سره د پرمختيایي ستراتيژيو نښلول پياوړي کړي او د يو کمربند او يوې لارې ګډې باکيفيته ابادۍ ته ادامه ورکړي او د سيمې د هر اړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو تړون ورسره ښه پلی کړي.

نوموړي ويلي، چې چين به له ماليزيا سره د جنوبي سمندرګۍ د سولې او ثبات، د اسيان په مرکزیت د سيمه ييز همکاريز چوکاټ د ساتلو او د چين او اسیان د ازادې سوداګرۍ سيمو په هکله د خبرو اترو د پرمخبېولو په پار لا نژدې همکارۍ وکړي او د سيمې د اقتصاد د يو ځای کېدو بهير به چټک کړي.

انور بن ابراهيم ويلي، هېواد يې په پام کې لري، چې له چين سره د بېلا بېلو کچو تګ راتګ زيات کړي، د بنسټيزو تأسيساتو، ډيجټلي اقتصاد او زرغون پرمختګ په شمول بېلا بېلو برخو کې ورسره خپلمنځي همکارۍ پياوړې او د يو بل د تمدنونو تجربې تبادله کړي او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې دوه اړخیزه همغږي پياوړې کړي، څو غښتلی دوه اړخيزې اړيکې يې نورې هم پياوړې او ټينګې شي.