ترکیې د عراق په شمال کې ګڼ ترهګر وژلي
CMG2023/09/18 11:37:25
شريکول:

د ترکيې دفاع وزارت د سپتمبر په ۱۶مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې هوايي ځواکونو يې د عراق په شمال کې د ترهګرو ضد سخت هوايي بريدونه کړي او ګڼ ترهګر يې وژلي دي.

اعلاميه وايي، د ترکیې هوايي ځواکونو د سپتمبر په ۱۳مې او ۱۵مې نېټې د عراق په شمال کې د کرد کارګرو ګوند پر غړو او نورو ترهګرو هوايي بریدونه کړي دي.

اعلاميه زياتوي، چې ترکي هوايي ځواکونو په دغو بريدونو کې د ترهګرو ۳۱ احتمالي پټنځایونه ویجاړ کړي او ګڼ شمېر ترهګر یې وژلي دي.

(ژباړه: شکريه)