د چين او اسيان د شلم نندارتون د تړونونو د لاسليک مراسم د سپتمبر په ۱۷مې نېټې د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم د کورواکې سيمې په نان نينګ ښار کې تر سره شول.
د دغو تړونونو د همکاريزو پروژو شمېر ۴۷۰ ښودل شوی، چې ارزښت يې ۴۸۷ ميليارډه او درې سوه ميليونو ته رسېږي او په دې جملې کې د توليدي چارو پانګونې يې له ۶۵ سلنې څخه زياتې ښودل شوې دي.
ياد نندارتون د غونډو د اندازې، د پروژو د شمېر، د پانګونې د عمومي ارزښت او د توليدي چارو د پانګې په برخو کې نوی تاريخي ريکارډ جوړ کړی دی.