وانګ يي د جوبايډن د ملي امنيت له سلاکار جاک سليوان سره وکتل
CMG2023/09/18 14:18:55
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بیورو غړي او د دغه مرکزي کمېسيون بهرنيو چارو دفتر مدير وانګ يي د سپتمبر په ۱۶مې او ۱۷مې نېټې د امريکا د ولسمشر جوبايډن د ملي امنيت له سلاکار جاک سليوان سره کتلي دي.

دواړو خواوو د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ټينګښت او ښه والي په اړه رښتينې، حقيقي او رغنده خبرې کړې دي.

وانګ يي له جاک سليوان سره په خبرو کې د تايوان مسئله د چين او امريکا تر منځ د اړيکو په پرمختګ کې سره کرښه بللې او په وينا يې، واشنګټن باید د چين او امريکا درې ګډې اعلاميې مراعات کړي او د تايوان د جلاغوښتونکو ملاتړ باید پای ته ورسوي.

وانګ يي ويلي، چې د چين وده او پرمختګ د داخلي ځواک په مټ ترسره کيږي او دا یې د تاريخ اصل بللی او په خبره يې، پرمختګ د چينايانو مشروع حق دی او هيڅوک يې مخه نشي نيولی.

دواړو خواوو موافقه کړې، چې د اندونيزيا په بالي ټاپو کې د چين او امريکې د مشرانو تر منځ شوې مهمې موافقې به پلې کړي، د لوړې کچې تبادلې به وساتي او د اسيا او ارام سمندر د چارو، سمندري چارو او د بهرنيو تګلارو په اړه به د چين او امريکا ترمنځ سلا مشورې تر سره کړي.

دوی دواړو د چين او امريکې د خلکو ترمنځ د تګ راتګ او نظر تبادلو لپاره د اسانتياوو او تدبيرونو د برابرولو په اړه هم خبرې اترې کړې دي.