د چين او اسیان شلم نندارتون د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکې سيمې د نان نينګ ښار د نړيوال نندارتون په مرکز کې پرانیستل شوی دی.
. په دغه نندارتون کې د ۴۰ هېوادونو او سيمو دوه زره تصدۍ ګډون لري، چې د تېرې دورې په پرتله ۱۸ اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی ښيي.
په يادو تصدیو کې د اسيان د ۱۰ هېوادونو د تصديو شمېر ۶۴۰ ښودل شوی او توليداتو يې د ډېرو نندارچيانو پاملرنه خپله کړې ده.