د چين د ازادي بښونکي پوځ تشريفاتي پلاوي د مکسیکو په پوځي رسم ګذشت کې برخه واخېسته
CMG2023/09/18 11:36:14
شريکول:

د چين د ازادي بښونکي پوځ تشريفاتي پلاوي د سپتمبر په ۱۶مې نېټې د مکسیکو د دفاع وزارت په بلنې د دغه هېواد د خپلواکۍ د ۲۱۳مې کالیزې او د ځکمنيو ځواکونو د افسرانو ښوونځي د جوړېدو د ۲۰۰مې کالیزې د لمانځنې په پوځي رسم ګذشت کې ګډون وکړ.

ياد پوځي رسم ګذشت په همدې ورځ د سهار په ۱۰ بجو پیل شو.

د چين سرتيرو په دغه پوځي رسم ګذشت کې خپله لوړه روحيه ښکاره کړې او ځايي خلکو، مېشتو چينايانو او چيني ارګانونو او تصديو يې تود هرکلی کړی دی.

مکسیکو په ياد پوځي پریډ کې د ګډون لپاره ۱۹ بهرنيو پلاويو ته بلنه ورکړې وه.

(ژباړه: شکريه)