رییس شي جين پينګ معلولینو ته ځانګړې پاملرنه لري
CMG2023/09/18 15:03:30
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ تل معلولینو ته ډېره پاملرنه کړې او کوي يې، هغه له معلولینو سره د مرستې چارې لارښوونې کړې او ډېر ځلې يې مخ په مخ معلولین هڅولي.

د چین تکړه معلولینو ته د اجازې ورکونې ۶مه دولتي غونډه د ۲۰۱۹م کال د مې په ۱۶مه د خلکو په لوی تالار کې ترسره شوه. شي جين پينګ په دغه غونډه کې له برخوالو استازو سره وکتل.

په دغو استازو کې یو ځوان چې دو فو ګوه نومېږي، د ۲۰۱۸م کال په اکتوبر کې د ماینونو د لرې کولو په ترڅ کې خپل لاسونه او سترګې خرابې کړې، هغه د لین په مخکښ کې ودرېد او کله چې عمومي منشي شي جین پينګ هغه ته نږدې کړ، هغه په جګ اواز شي جين پينګ ته سلامونه ویلي. شي جين پينګ هغه هڅولی.

دوه میاشتې وروسته، دغه ځوان دو فو ګوه ته د ماینونو لرې کولو د اتل افتخاري لقب ورکول شو. د چین کمونېست ګوند د مرکزي پوځي کمیسیون په مراسمو کې شي جين پينګ د جایزې مډال دو فو ګوه ته ورکړ او ورته يې وویل چې بدني روغتیا ته دې جدي پاملرنه وکړي.

په حقیقت کې د عمومي منشي شي جين پينګ پاملرنې له غمونو سره د مبارزې په اړه دغه ځوان دو فو ګوه ته ډېر ملاتړ برابر کړی دی.

کله چې شي جين پينګ لسګونه کاله مخکې په فو جو ښار کې دنده درلوده، هغه دا خبر واورېد چې د څانګ شان ناحیې د شانګ دو واټ کې یو تقاعد شوي معلوله کارګر لین کونګ شيانګ اوسېږي، مېرمن يې د ناروغۍ له امله معیوبه شوې او ۱۸ کلنه لور يې هم ذهني ستونزه لري. د دې کورنۍ ژوند پرمخ ډېرې ستونزې موجودې دي. شي جين پينګ د دې ناحیې له اړوند مسئول سره تر بحث وروسته دا ترتیب کړې چې د خوراکې توکو یو دوکان لین کونګ شیانګ ته کرایه کړي او ورته اړوندې مرستې هم برابرې کړي.

شي جین پينګ وویل، چې حکومت بايد له دغه ډول ځانګړې ستونزې لرونکو کورنیو سره ډېره زیاته پاملرنه وکړي او دوی ته دې ضروري مرستې برابرې کړي. هغه هم د خپلې دندې په موده کې عملي کوښښونه کړي دي.

شي جين پينګ په فو جو ښار کې د دندې د درلودلو په موده کې د ځايي وګړو سره د مخامخ مرستې کولو لپاره یو ځانګړی دفتر ترتیب کړ. په ترڅ کې يې د یو ۷۰ کلن سپین ږېري لپاره د ژوند مرستې همغږې کړې او د عام المنفعه ادارې څخه يې وغوښتل چې د دې سپین ږېري دوه سترګې ستونزې لرونکي ماشومان پالنه وکړي.

کله چې شي جين پینګ د جه جیانګ ولایت د ګوندي کمېټې رئیس په توګه کار کاوه، د یو کال د پسرلني اختر په درشل کې يې له ستونزې لرونکو وګړو څخه د حال احوال پوښتنې لپاره چو جو ښار ته لاړ. سره له دې چې مهالوېش يې ډېر بېړنی و، خو شي جين پينګ وغوښتل چې د معلولينو له کورنيو څخه ليدنه دې په خپل مهالوېش کې شامله شي.

کله چې شي جين پينګ په شانګهای ښار کې کار کاوه، هغه د ماشومانو د پالنې خیریه ادارې ته ولاړ او د معلولینو ماشومانو ته يې د حال احوالو پوښتنه وکړه. هغه له ماشومانو سره د خبرې کولو لپاره څو ځلې ښکته کښېناستل او په صبر او تحمل سره يې د ماشومانو نمایشونه وکتل.

شي جين پينګ څو ځلې پر دې ټينګار کړی چې معلولین یوه ځانګړې ډله ده او ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري. هغه د معلولینو درناوی د ساتنې، د معلولینو حقونو د تضمین او د دوی د ګټو د زیاتوالي لپاره ډېر اغېزمن کوښښونه او خدمتونه تر سره کړي دي.