شي جين پينګ په خپلې وينا کې زما نوم واخېست؛ له شي جين پينګ سره لېدنه (څلورمه برخه)
CRI2023/09/18 15:22:10
شريکول:

استراليايي کولين ماکيراس په ۱۹۶۴م کال کې د انګليسي ژبې د يوه ځوان ښوونکي په توګه چين ته لومړی سفر وکړ او وروسته يې بیا شاوخوا ۶۰ ځلې له دغه هېواد څخه لېدنه کړې ده.

شي جين پينګ په ۲۰۱۴م کال کې استراليا ته په رسمي سفر ولاړ او هلته يې د دغه هېواد پارلمان ته د وينا په ترڅ کې د چين او استراليا ترمنځ د دوستۍ او متقابل تفاهم د پياوړتيا په برخه کې د کولين کايراس د خدمتونو ستاينه وکړه.

 

له چين څخه د کولين ماکيراس پر لومړۍ لېدنې ۶۰ کاله تير شوي، خو د دغه هېواد په اړه د نوموړي شوق او ذوق نه دی بدل شوی.

نوموړی د شديدې بېوزلۍ په له منځه وړلو کې د چين لاسته راوړنې د حيرانتيا وړ او لوی برياليتوب بولي.