د ملګرو ملتونو د دوامدارو پراختیایي موخو دوه ورځنۍ سرمشريزه د سپتمبر په ۱۸مې نېټې په نيويارک کې پرانيستل شوه.
د ملګرو ملتونو په يادې سرمشريزې کې دوامدارو پراختیایي موخو ته د رسېدو د چټکتیا سیاسي اعلامیه هم تصویب شوې ده.
اعلاميه وايي، چې ملګري ملتونه به پرمختيايي هیوادونو ته فنډونه چمتو کړي، د سرمنشي انټونيو ګوټرېش له هغه پلان څخه، چې هر کال باید د دوامدار پرمختګ لپاره لږ تر لږه ۵۰۰ ميلیارډه ډالره برابر شي، ملاتړ کوي او همدارنګه د پورونو د کمولو يو اغېزمن ميکانيزم به جوړ کړي.
اعلاميه وايي، چې د پراختیایي بانکونو په څو اړخیزو سوداګريزو ماډلونو کې باید اصلاحات راشي، څو پرمختيايي هیوادونو ته په ارزانه نرخ خصوصي پورونه برابر او د نړیوال پولي جوړښت د اصلاحاتو هڅونه وشي.
(ژباړه: شکريه)