وانګ يي د روسيې له بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف سره وکتل
CMG2023/09/19 14:38:32
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د روسيې په پلازمېنې مسکو کې له خپل روسي سيال سيرګي لاروف سره کتلي دي.

وانګ يي له نوموړي سره په کتنې کې ويلي، چې چين او روسيه د بهرنيو چارو پر خپلواکو تګلارو ټينګار لري، د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ د کومې درېيمې خوا پر ضد نه دي او د درېيمې خوا لاسوهنه پکې نه شي زغملی او نه به يې هم تر اغېزې لاندې راشي.

نوموړي ويلي، چين او روسيې د نړۍ د لويو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړو په توګه د نړيوال ستراتيژيک ثبات د ساتنې او د نړيوالې پرمختګ د پياوړتيا مسئوليت لري او د يواړخيزو کړنو، بادارۍ غوښتنې او د ډلو د مقابلې د راپورته کېدو پر وړاندې بايد خپل نړيوال مسئوليت پلی کړي، پر رښتيني څواړخيزم بايد ټينګار ولري او د نړۍ د څو قطبي کېدو  جريان او لا عادلانه او معقوله نړيواله اداره  بايد وهڅوي.

لاوروف ويلي، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ په تېر مارچ کې له روسيې څخه لېدنه وکړه او د دغه هېواد له ولسمشر ولاديمير پوتين سره يې پر خپلمنځي او نړيوالو مسئلو خبرې وکړې او په وينا يې، دواړو مشرانو د روسيې او چين د اړيکو راتلونکی لوری روښانه کړی دی.

نوموړي ويلي، چې هېواد به يې له چين سره د دواړو مشرانو د ګډو توافقاتو تر لارښوونې لاندې د لوړې کچې تګ راتګ زيات کړي او د اقتصاد، سوداګرۍ، کلتور، سپورټ او ځوانانو په برخو کې به ورسره همکارۍ پياوړې کړي.