د اوکراین د کابینې مشر نیمچنوف د سپتمبر په ۱۸مې نېټې پر ټولنیزو رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد کابېنې په همدې ورځ د دفاع وزارت د ۶ مرستیالانو او د دولتي شورا د سکریټر د ګوښه کېدو پرېکړه کړې او دوی يې له دندو ګوښه کړي دي.
نوموړي ويلي، چې د اوکراين د دفاع وزارت د لومړي مرستیال الکسندر پفلیوک نوم په دغه لېست کې شامل نه دی.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلانسکي د سپتمبر په ۳مې نېټې د دغه هېواد مخکينی دفاع وزیر لیزنیکوف له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې د ملي سرمایو صندوق مسئول اومیلوف نوماند او پارلمان ته ور وپېژنده.
د اوکراين پارلمان د لیزنیکوف د ګوښه کېدو په اړه له اوږده بحث وروسته اوميلوف ته د باور رايه ورکړه او د هېواد دفاع وزير يې وټاکه.
. (هیله)