د روسيې بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په ۱۸مې نېټې پر خپلې رسمي وېبپاڼې اعلاميه خپره کړې او د بارينټس سمندر د اروپا-ارکټيک شورا څخه د وتلو خبر يې ورکړی دی.
په اعلاميې کې د بارینټس سمندر د اروپا-ارکټیک شورا په تېرو دېرشو کلونو کې، د سیمه ییز متقابل تګ راتګ د ساتلو لپاره اغېزمن میکانیزم بلل شوی، چې د ارکټيک د سولې، ثبات، دوامدار پرمختګ، چاپېریال او کولتوري اړيکو په ساتلو کې یې مرسته کړې ده.
اعلاميه وايي، چې د لوېديځو غړو هېوادونو د تېروتنو له امله، د اروپا-ارکټيک شورا چارې د ۲۰۲۲م کال له مارچ راهیسې کابو په ټپه ولاړې دي.
روسیې ويلي، چې د اروپا-ارکټیک شورا اوسني رئيسه هېواد فنلنډ تر اوسه دا نه ده منلې، چې د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې به د دې شورا د نوبتي رياست حق روسيې ته وسپاري او د فنلنډ دغه کړنه یې د يادې شورا له اصولو په ټکر کې بللې او ټولې چارې يې ګډوډې کړې دي.
اعلاميه وايي، روسیه اړه شوې، چې له يادې شورا څخه ووځي او د دغه هېواد بهرنيو چارو وزیر د شورا اړوندو خواوو ته پيغامونه ليږلي دي.
(ژباړه: شکريه)