د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۲مې نېټې د امريکا او چين د هوايي چلند د ميراثونو صندوق مشر او د فلاينګ ټايګرز ډلې (Flying Tigers) پخوانيو سرتيرو ((مويي او ماک مولين)) ته ځوابي پيغام ليږلی دی.
نوموړي په دغه پيغام کې د جاپان د فاشيزم ضد مبارزې کې د چينايانو او امريکايانو د همکارۍ او دوستۍ د تاريخ يادونه کړې ده.
شي جين پينګ ويلي، چې چين او امريکا د دوو لويو هېوادونو په توګه د نړيوالې سولې، ثبات او پرمختګ مهم مسئوليتونه لري او بايد د متقابل درناوي پر بنسټ سوله ييز ګډ ژوند او همکارۍ وکړي.
نوموړي زياته کړې، چې په نوې زمانې کې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو سالم او ثابت پرمختګ د نوې زمانې د فلاينګ ټايګرز ډلې ګډون او ملاتړ ته اړتيا لري او هيله يې ښودلې، چې د فلاينګ ټايګرز روحيه به نسل په نسل خپره شي.
د امريکا او چين د هوايي چلند د ميراثونو صندوق په ۱۹۹۸م کال کې جوړ شوی، چې د دواړو هېوادونو د هوايي چلند د تاريخي پېښو د څېړنې او يادونې مدني چارې پرمخ وړي.
د نوموړي صندوق مشر ګرين او د فلاينګ ټايګرز ډلې پخوانيو سرتيرو ((مويي او ماک مولين)) په وروستيو کې د چين دولت رئيس شي جين پينګ ته يو ګډ پيغام ليږلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د پياوړتيا په برخه کې يې رئيس شي ته د دغه صندوق او د يادې ډلې د پخوانيو سرتيرو د خدمتونو معلومات ورکړي او د دواړو هېوادونو د همکاريزې روحيې د خپرولو هيله يې ښودلې ده.