د هانګ جو اسيايي لوبو د هرکلي په پار نړيوالې انلاين لوبې
CMG2023/09/19 11:50:46
شريکول:

د اسیا نولسمې دورې لوبې به د سپتمبر په ۲۳مې نېټې د چين د جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کې پرانيستل شي.

د چين ميډيا ګروپ د اسيايي او افريقايي سيمو د خپرونو مرکز د يادو لوبو د هرکلي په پار د لايک اچامپ(( LikeAChamp# )) په نوم نړيوالې انلاين لوبې د سپتمبر په ۱۴مې نېټې په لاره اچولې دي.

د ګردې نړۍ انټرنيټ کاروونکي کولی شي، چې د ټيک ټاک او فېسبوک په شمول د ټولنيزو شبکو له لارې په نوموړو لوبو کې ګډون وکړي او د څه باندې ۳۰ هېوادونو له مشهورو لوبغاړو، هنرمندانو، چارواکو او انټرنيټي نامتو وګړو سره يو ځای د اسيايي لوبو د رارسېدو هرکلی او ملاتړ وکړي.

ورزش د بشري تمدنونو مهمه برخه ده او د ټولو انسانانو د ګډو ارزښتونو د خونديتوب او د مختلفو تمدنونو ترمنځ د تبادلې او متقابلې زده کړې پل بلل کيږي.

 د چين ميډيا ګروپ د اسيايي او افريقايي سيمو د خپرونو مرکز د دغې مفکورې په اساس د لايک اچامپ(( LikeAChamp# )) نړيوالې انلاين لوبې پېل کړي او د نړۍ د بېلا بېلو سيمو د وګړو پاملرنه او ملاتړ يې خپل کړی دی.

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې مشر بشير احمد په شمول د زياتو هېوادونو مشهورو لوبغاړو د دغو لوبو د ملاتړ په پار لنډې ويډيوګانې جوړې کړې دي.

د هانګ جو اسيايي لوبې به د سپتمبر له ۲۳مې نېټې څخه د اکتوبر تر ۸مې نېټې پورې تر سره شي. په دغو لوبو کې به ۱۳۰ افغان لوبغاړي هم برخه واخلي او د اسيا د نورو هېوادونو له څه باندې ۱۲۰۰۰ لوبغاړو سره به يو ځای شي.

مونږ تاسو ته بلنه درکوو، چې د لايک اچامپ(( LikeAChamp# )) لوبو کې برخه واخلئ!