د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د سپتمبر په ۱۹مې یوې خبري ناستې ته ويلي، چې تر اوسه د نړۍ د څه باندې ۱۱۰ هېوادونو استازو د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ په درېیم فورم کې د ګډون تائید کړی دی.
ټاکل شوې، چې د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ درېیم فورم به په راتلونکي اکتوبر کې په پلازمېنې بېجینګ کې ترسره شي.
مېرمن ماو نینګ ویلي، د ياد فورم د ترسره کېدو په درشل کې به د دغه فورم پرانیستونکي مراسم، د خلکو تګ راتګ، د فکري مرکزونو د تبادلې، د سمې او ښې او د سمندري چارو همکاريو په شمول ۶ ځانګړي فرعي فورمونه او په ورته وخت کې د تصديو د مشرانو لویه غونډه هم ترسره شي.
(هیله)