په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي پلاوي وياند د سپتمبر په ۱۸مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې د نشه يي توکو له هر ډول قانوني کېدو او د دې مسئلې له سياسي کېدو سره او هم په همدې پلمو د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې له لاسوهنې سره ټينګ مخالفت کوي.
نوموړي د مصنوعي نشه يي توکو په اړه د يوه خبريال پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې چين تل د هر ډول نشه يي توکو پر ضد جدي دريځ ساتلی او ساتي يې او د همدې په پار د نشه يي توکو ضد د خلکو مبارزه تر سره کوي او د اړوندو نړيوالو همکاريو د ژورتيا او د هېواد په دننه کې د نشه يي توکو مسئلې د حل په هڅه کې دی او په وينا يې، چين د نشه يي توکو نړيوالې مسئلې د حل لپاره خپله ځيرکتيا او لايحه وړاندې کوي. نوموړي ويلي، چې چين په دې برخه کې جدي تګلاره پلې کوي او په نړۍ کې لومړنی هېواد دی، چې د فینټینیل په څېر کمياوي توکي يې تر کنټرول لاندې راوستلې دي.
(ژباړه: شکريه)