فلسطيني رسنيو ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د سپتمبر په ۱۹مې نېټې د اردن سيند په لوېديځ جنين او غزې ښارونو کې له فلسطينيانو سره نښتې کړي او ۳ کسان يې وژلي دي.
د فلسطين د امنيتي ادارې ځينو سرچېنو خبري رسنيو ته ويلي، چې اسرائيلي ځواکونه په همدې ورځ د جنين کډوالو کېمپ ته د تلاشۍ او عملياتو په موخه ننوتلي او هلته له ځايي فلسطينيانو سره لاس او ګرېوان شوي دي.
رسنۍ وايي، چې له ياد کېمپ نه د ډزو او چاودنو غږونه هم پورته شوي دي.
د فلسطین روغتیا وزارت په یوې اعلامیې کې ويلي، چې د جنين کډوالو کېمپ کې د اسرائيلي ځواکونو او فلسطينيانو ترمنځ په نښته کې دوه وګړي وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو په همدې ورځ په یوې بیانیې کې ويلي، چې دوی په دغوعملیاتو کې له بې پېلوټه الوتکې کار اخیستی دی.
(ژباړه: شکريه)