د ملګرو ملتونو د ۷۸مې اسمبلۍ عادي بحث پېل شو
CMG2023/09/20 11:24:42
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ۷۸مې اسمبلۍ عادي بحث د سپتمبر په ۱۹مې نېټې په نیویارک کې د دغه سازمان په مقر کې پرانیستل شو او د ۱۹۳ هېوادونو مشران او لوړ پوړي چارواکي به پکې د نړۍ د دوامدار پرمختګ موخې د پرمخبېولو، له اقلیمي بحران سره د مقابلې او د امنیتي وضعیت د ارامولو لپاره بحثونه وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټرېش ويلي، چې په نړۍ کې د سولې پر وړاندې سختې ننګونې موجودې دي، د سولې او امنیت چوکاټ یې له بې سارو فشارونو سره مخ او د بشردوستۍ سیسټم پکې مخ په ړنګېدو دی.

نوموړي له مختلفو هېوادونو غوښتي، چې د ګردې نړۍ د بشردوستۍ سیسټم لپاره پانګې برابرې کړي.

 (هیله)